ښوونه او سپورټي روزنه څنګ په څنګ
د ګل ورځ د شمالي وزیرستان بي کوره کړل شوو زده کونکو لپاره باچاخان وړیا تعلیمي مرکز بنو کې د خپلمنځي کریکټ وروستۍ لوبه ترسره شوه، چې پکې د شمالي وزیرستان مشرانو او نورو سیاسي او ټولنیزه مخورو ګډون کړی وو. د باچاخان مرکز چلوونکي وايي، د زدکړو ترڅنګ غواړي چې د بې کوره کړل شوو زده کونکو تفریحي او فکري روزنه هم وکړي. د عمردراز وزیر ویډيو رپوټ