د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شفقت حسېن غرغره کېدل وځنډېدل


پاکستاني چارواکو د دوشنبې پر ورځ ناوخته په څلورم وار د شفقت حسېن پهانسي وځنډوله.

نوموړي ته دا سزا د یو اووه کلن ماشوم د وژنې په جرم کې ورکړل شوې ده، د دغه پېښې پر وخت د ده عمر څوارلس کاله وو.

د کراچۍ د مرکزي جیل یو چارواکي لیاقت کوسو وویل د پاکستان سپریم کورټ په داسې حال کې د دې ځنډ منظوري ورکړه چې دپهانسۍ په عملي کېدلو کې یو څو ساعت وخت پاتې وو.

سپریم کورټ په دې کېس کې په بیړنۍ توګه د اوریدنې لپاره د چیف جسټس په مشرۍ یو پېنل ټاکلې دې.

د شفقت حسېن کورنۍ او وکیلان وايي، په هغه باندې په څوارلس کلنۍ کې د دغه قتل منلو لپاره تشدد شوې دې.

د کله نه چې پاکستان کې د پهانسۍ د سزا بندیز اوچت شوې پکې تر دې دمه ګڼ شمېر مجرمانو ته پهانسي ورکړل شوې خو د شفقت حسېن د پهانسۍ معامله پکې تر ټولو ډېره مشهوره شوې ده.

XS
SM
MD
LG