د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه انتخابات: د اردغان ګوند غوڅ اکثریت تر لاسه نه کړای شو


د ترکیې د پارلېماني انتخاباتولومړنۍ پایلې ښيي چې د رجب طیب اردغان په مشرۍ د هېواد واکمن ګوند د غوڅ اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی.

د شاوخوا ټولو رایو له شمېرلو سره سم، د اردغان د انصاف او پرمختګ ګوند ( AKP ) د ۴۰،۸ فیصده رایو په خپلولو سره له نورو ګوندونو مخکې دی، خو هم دې ګوند د ۲۰۱۱ م کال په پارلېماني انتخاباتو کې ۴۹،۸ فیصده رایې ګټلې وې.

د اوسنیو پایلو په نتیجه کې یاد ګوند د ترکیې د پارلېمان ۲۵۸ څوکۍ تر لاسه کړې دي چې په دې توګه دوی په یوازې ځان د حکومت جوړولو لپاره د ۲۷۴ څوکیو هدف نه پوره کوي.

د اردغان د انصاف او پرمختګ ګوند له ۲۰۰۳ کال راهیسې په یوازې ځان حکومت کاوه.

دا پایلې د دې ګوند ماته ګڼل کېږي.

دې ګوند هیله لرله چې د جون د اومې نېټې په انتخاباتو کې د کافي ملاتړ په ترلاسه کولو ، د ولسمشر د واک د زیاتولو په موخه په اساسي قانون یا ایین کې بدلونونه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG