د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د بدخشان په یمګان کې نښتې


د افغانستان د بدخشان ولایت سرپرست والي تاید کړه چې د یمګان ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

شاه ولي الله ادیب آزادي راډيو ته وویل چې دا ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له دوامداره حملو وروسته نن د حکومتي ځواکونو له کنټروله وتلې ده.

«ولسوالۍ اوس وخت سقوط کړی دی. د ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې جګړه روانه ده. مخالفین له بیلابیلو هیوادونو راغلي دي. هڅې روانې دي. پلانونه مو ورته جوړ کړي او هیله من یو چې ولسوالي بېرته ونیسو.»

له دې مخکې د بدخشان امنیتي چارواکو ویلي و چې په یمګان ولسوالۍ د نن سهار له څلورو بجو وسله والو مخالفینو له څو خواوو حملې پيل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG