د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ په کېسونو کې۷۰ ٪کمی راغلی”


یوه پاکستاني حکومتي چارواکي وایي،په قبایلي سیمو کې د وسله والو خلاف د پوځي کاروايۍ ښکاره اثرات په کوزڼ ضد پروګرامونو کې تر سترګو کېږي.

د جون په درېمه نېټه له بي بي سره په مرکه کې د ګوزڼ په هکله د وزیر اعظم سلاکارې عایشه رضا وویل چې وزیرستان ته یې تر دوه کاله پس رسايي ولرله.

هغې زیاته کړه چې په کراچۍ کې یې هم ځينو هغو سیمو ته رسايي حاصله کړه چې مخکې ورته نه شو تللې.

چارواکي وايي چې په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ په کېسونو کې۷۰ فیصده کمې راغلې دې چې د کال سر راهیسې تر اوسه د ګو‌زڼ ۲۵ کېسونه رپورټ شوي دي.

تېرکال د دغو کېسونو شمېر 306 و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG