د لاسرسي ځای

تازه خبر

په دایکنډي ولایت کې ترافیکي پېښې۱۰ کسان وژلي


د دایکنډي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پيښه کې د ښونځیو ۱۰ زده کوونکي ژولي او ۱۵ نور یې ژوبل کړي دي.

د دایکنډي سرپرست والي حبیب الله رادمنش مشال راډیو ته وویل چې دا پيښه تیر مازدیګر په میرامور ولسوالۍ کې شوې ده او په خبره یې د ټپي شویو ماشومانو له ډلې د دولسو روغتیایې وضعیت نازک دی.

نوموړی زیاتوي چې په ژول شوي کسانو کې نهه یې نجوني او یو هلک شامل دی چې عمرونه یې له اوو نه تر دیارلسو کلونو پورې دي.

ښاغلی رادمنش وایې چې په دایکندي کې د سړکونو د ناسم کیفیت له امله یوازې په تیرو څلورو میاشتو کې ۳۰ تنه په دغه ولایت کې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG