د پاکستان انتخاباتي کمېشن اعلان کړی دی چې د خېبر پښتونخوا د کوز دير پر حلقه پي کې ۹۵ به له سره انتخابات کيږي. دا اعلان تر هغه وروسته شوی کله چې د تيرې مياشتې پر اوومه نېټه په ياده سيمه کې د صوبايي اسمبلۍ پر دغه چوکۍ په ضمني انتخاباتو کې ښځې ووټ اچولو ته نه وې پرېښودل شوي. دا چوکۍ د
جماعت اسلامي د امير سراج الحق تر سېنېټر ټاکلو وروسته خالي شوې وه او تېر ضمني انتخابات هم جماعت اسلامي ګټلي وو.