د لاسرسي ځای

تازه خبر

“نړیوال ایتلاف نه دی توانیدلی چې د داعش ډلې مخه ونیسي”


د شام حکومت وایي چې نړیوال ایتلاف نه دی توانیدلی چې په پالمیرا کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې د پرمختګ مخه ونیسي.

دغه ښار تېره اونۍ داعش ونیو او د چارشنبې پر ورځ یې پکې د سوریې د رژیم شل پلویان د عامو خلکو مخکې اعدام کړل.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په پالمیرا کې هوایي بریدونه پيل کړې دي څو پرې نه ږدي چې یاغیان دغه لرغونی ښار وران کړي. خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر دا بریدونه بې ګټې بللي دي.

د بشري حقونو د څارونکو وايي، په تیرو اتو ورځو کې چې داعش دا ښار نیولی دی تر ۲۲۰ ډير کسان یې د ښار دننه او شاوخوا وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG