داعش وسله والې ډلې د عراق او شام پراخې سیمې نیولې دي. له واشنګتنه تر بغداده او عربي ټاپوزومه سیاسي مشران اندیښنه لري چې له دې سره به عراق په ټکړو ووېشل شي.
پخواني امریکایي سفارتکار ریچرډ هاس، د جمعې په ورځ بلومبرګ ټلي ويژن تهوویل ، دا له حقيقته لرې خبرهده چې څوک عراق ته د یوې ټوټې په سترګه وګوري، دغه هیواد درې برخې دی، کردان دي، سنیان دي او شیعه ګان دي.
د ریچرد هاس په وینا واشنګتن ته پکار ده چې په راتلونکي کې پوځي مرستې په بغداد کې مرکزي حکومت ته ونه سپاري او د هغه پر ځای دې له سیمه ییزو ځواکونو سره مرستې وکړي.
د عراق د وزيراعظم مرستیال کردي سیاستوال روش شاویس د ریچرد هاس د خبرو ملاتړ کړی دی. شاویس په اردن کې تیره ورځ نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل چې هیواد به یې تقسيم شي او د واحد عراق لپاره یوازې دا لاره شته چې شیعه، سنیان او کردان په خپلو چارو کې یو مخ خود مختاره وي.
په غونډه کې یو شمیر نورو عراقي مشرانو وویل چې د امریکا په مشرۍ د هوایي بمباریو اوسنۍ ستراتیژي، چې له عراقي مځکنیو ځواکونو سره مرسته کوي، داسې ښکارې چې کار نه ورکوي.
خو دغو مشرانو هیله څرګنده کړه چې بیا به هم عراقي ځواکونه وتوانیږي چې په ګډه د وسله والو ډلو د پرمختګ مخه ونیسي.