د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کورني تشدد ښکار مېرمنو لپاره دي درالامان بيرته جوړ شي"


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د کورني تشدد ښکار شوو مېرمنو لپاره دي د سر د پټولو ځاي يا درالامان بيا جوړ کړل شي.

پېښور: د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې اپوزيشن ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د کورني تشدد ښکار شوو مېرمنو لپاره دي د سر د پټولو ځاي يا درالامان بيا جوړ کړل شي.

د جمعې په ورځ د اسمبلۍ غونډې ته په خپله وينا کې د قامي وطن ګوند غړې معراج همايون په حيات اباد کې تر ۲۰۱۳م کاله د موجود دارلامان پر ختمولو کلکې نيوکې وکړې.

معراج همایون زياته کړه چې کومې مېرمنې کور نه لري نو هغوي به د سر پټولو لپاره چېرته ځي.

دا له هغه ورسته ده چې د خېبر پښتونخوا د ټولنې د خېر ښېګړې وزيرې مهرتاج روغانۍ اسمبلۍ ته وويل چې هغه دارالامان ته د ښځو د ليږلو په حق کې نه ده او د دوي حکومت به د مېرمنو د کورنیو ستونزو د حل لپاره د جوړجاړي جرګګۍ جوړوي.

د مهرتاج روغانۍ په وینا ، يوازې به له غټو کورنیو شخړو سره مخامخ ښځې دارلامان ته ليږل کيږي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG