د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په بغلان ولایت کې ۱۳۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د بغلان ولایت په عملیاتو کې ۱۳۱ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې وزارت د خاصو قطعاتو قومندان جنرال اسدالله شېرزاد نن ( جمعه) مشال رادیو ته وویل؛ له تېرو شلو ورځو راپه دې خوا په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې عملیات روان دي.

شېرزاد زیاته کړه چې د دې عملیاتو پر مهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ ۷۰ کورونه له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.

شېرزاد دغه راز وویل، په دې عملیاتو کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG