د لاسرسي ځای

تازه خبر

"فاټا دې نور له اېف سي اره خلاصه شي"


د خېبر د جمرود اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې د قبایلي سیمو په جنايي قانون اېف سي ار کې شوي بدلونونه دې عملي کړل شي.

تېر ماښام د جمرود یو شمېر اوسېدونکواو مشرانو مشال راډيو ته وویل چې په قانون کې پر اصلاحاتو سربېره اوس هم پولېټیکل انتظامیه د یوه کس جرم په تور ټوله قبیله ځوروي.

یوه مشر ملک تماش خان کوکي خېل وویل، انتظامیه هر ځای دوی نیسي خو د جمرود یو انتظامي مشر فهد وزیر وايي، د اېف سي ار قانون د اجتماعي ذمه وارۍ ماده د قبایلي نظام برخه ده. ده البته دا تور رد کړ چې ګواکې په زندانونو کې یې بېګناه وګړي ساتلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG