د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ۱۴ وسله وال وژل شوي


په هرات ولایت کې چارواکي وايي چې په شینډنډ ولسوالۍ کې پر درېیو سیمو د وسله والو طالبانو د پرونۍ برید په نتیجه کې برید کوونکو ته سخت تلفات اوښتي دي.

د هرات والي ویاند احسان الله حیات په دې اړه وايي:

"په هغه نښته کې چې اوه ساعته روانه وه؛ څوارلس مړي پېژندل شوي دي او موږ ولیدل چې دا مستقیماً د طالبانو مړي وو؛ خو د طالبانو ټول تلفات د څوارلسو او درویشت کسانو ترمینځ دي."

د حیات په وینا په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په سیمه کې د مشال راډیو د خبریال راپور له مخې؛ د دې جګړې به نتیجه کې د سیمې ځینې اوسېدونکي له خپلو کورونه وتلي او هرات ښار ته کډه شوي دي.

دوی وايي چې طالبان د خلکو کورونه ته ننوتي وو او له هغه ځایه یې ډزې کولې او افغان ځواکونو دا کورونه تر اور لاندې نیولي وو.

د سیمې د یوه روغتون مسوولانو ویلي څلور ماشومان او ښځې چې ټپیان شوي وو دې روغتون ته انتقال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG