د مختلفو قبايلي سيمو خلکو او سياسي ګوندونو مشرانو نن جمرود کې په يوه مظاهره کې له مرکزي حکومته په ايف، سي، آر قانون کې بدلون وغوښت.
دي مظاهرې ته له باجوړه د پيپلز ګوند يو مشر غړي، اخونزاده چټان وويل چې حکومت دي قبايلو ته هغه ټول حقونه ورکړي چې د پاکستان د نورو برخو خلک يې لري.
مظاهرينو د ازاد بلدياتي نظام د غوښتنې په کولو سره د پوليټيکل ايجنټ د رول کمولو مطالبه هم وکړه. د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري پرې دغه ویډیويي راپور جوړ کړی دی.