د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشراګوهر: قرباني پښتانه ورکوي، سهولتونه پنجاب اخلي


بشرا ګوهر
بشرا ګوهر

سره له دي چې د پاکستان وفاقي حکومت څو ورځې وړاندې سياسي ګوندونو ته د ګوادر ـــ کاشغر اقتصادي لارې په اړه معلومات ورکړل او وي ويل چې دا لار به د پښتنو او بلوچ سيمو پنجاب ته نه اړوي خو ملت پاله سياسي ګوندونه وايي دا خبره سمه نه ده. د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره، بشرا ګوهر وايي دوی سره ګڼ سياسي ګوندونه ملګري دي او مرکزي حکومت به د دې لارې بدلولو ته نه پريږدي.

د بشرا ګواهر په خبره پنجاب کوشش کوي چې د پښتنو او بلوچو حق وخوري او دي ترقياتي منصوبه کې د روزګار موقعې خپل ځان ته بوځي. هغې زياته کړه: ((پخوا به دا لاره د ډيره اسماعېل خان او ژوب له لارې تېريدله خو اوس د نوې نقشې مطابق داسې نه کيږي.))

بشراګوهر زياته کړه چې ګوادر په بلوچستان کې دی نو پکار ده چې د بلوچانو غوښتنو ته پکې پام شوی وی خو د هغې په خبره د بلوچو او پښتنو فیصلې د پنجاب حکمرانان کوي.

نوموړې وايي چې شهباز شريف په پنجاب کې د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په اړه فیصلې کوي او د ترقياتي کارونو په منصوبو يې دستخطونه کوي چې د وړو صوبو سره زیاتی دی. بشرا ګوهر همداراز زياته کړه چې دوی به پنجاب د پښتنو له خولې مړۍ اخيستو ته نه پريږدي.

دا مرکه دلته اوريدلی شئ.

بشرا ګوهر: پنجاب نه پريږدو چې د پښتنو له خولۍ نوړۍ واخلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG