د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حکومت پر وسله والو برلاسی دی”


افغان ولسمشر اشرف غني هیله څرګنده کړې چې حکومت به یې په هیواد کې د روانو ناامنیو په قابو کولو بریالی شي .

نوموړي د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د زابل د نولسو برمته شویو کسانو د خوشې کیدو په هکله خبریالانو ته د وېنا په وخت وویل د دې باوجود چې روان کال يې مخې ته یو شمېر مشکلات دي، خو هیله لري چې حکومت به یې ترې په بریالیتوب تېر شي.

ولسمشر غني په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو یو شمیر بریاوې یادې کړې،

"د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا یوه برخه پلان شوي عملیات بې ساري وو. د ناوې ولسوالۍ ته چې دیارلس کاله د حکومت تر کنټرول لاندې نه وه؛ د دې ځواکونو ننوتل یو لوی ګام دی.“

ولسمشر غني د افغانستان امنیتي حالاتو د ښه کیدو په اړه په داسې حال کې ډاډ ورکوي چې په دې ورستیو و کې ددې هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې وسلوال بریدونه سېوا شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG