د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېم کیو اېم پخوانی غړی صولت مرزا په دار وځړول شو


د اېم کیو اېم پخوانی غړی صولت مرزا
د اېم کیو اېم پخوانی غړی صولت مرزا

د بلوچستان په مچ زندان کې د متحده قومي موومنټ پخواني غړي صولت مرزا ته نن د سېشنبې ګهیځ وختي په دار کړل شو.

صولت مرزا په 1997عیسوي کال کې د کراچۍ بجلۍ څانګې مشر شاهد حمید په ګډون درې تنه وژلي ول.

مرزا به په مارچ میاشت کې په دار کېدلی خو په هغه وخت کې یې تر پانسۍ یواځې څو ساعته مخکې یوه و‌‌‌‌‌‌ډيو خپره شوه چې پکې ده ویلي ول، شاهد حمید یې د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین په امر وژلی و. د دې راز جوتولو پس یې پانسۍ وځنډېدله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG