د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ۱۵ ميله وسله ونیول شوه


چارواکي وايي چې په ننګرهار کې ميشتو افغان ځواکونو د مولوي خالص فاميلو کې د څو ساعتونو عملياتو وروسته ۱۵ بیلابيل ډول وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

چارواکي وايي چې په ننګرهار کې ميشتو افغان ځواکونو د مولوي خالص فاميلو کې د څو ساعتونو عملياتو وروسته ۱۵ بیلابيل ډول وسلې او مهمات تر لاسه کړي دي.

دغه څرګندونې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسيم سنګين نند شنبې په ورځ د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان، د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال، د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال،د ملي امنيت مرستيال او د عامه نظم دوهمې لوا درستيزوال برخه لرله.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د خبرو پرمهال وويل، تېره شپه د يو راپور له مخېد افغان وسله وال ځواک په همغږۍ سره د مولوي خالص په فاميليو کې تصفيوي عملياتو پرمهال يې ۱۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات نيولي او يو تن شکمن هم د عملیاتو پرمهال په ياده سيمه کې نېول شوی دی.

XS
SM
MD
LG