د سعودي عرب په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو د یمن په شمال کې د صعده ښار اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې له هغه ځایه ووځي.
د سعودي عرب دولتي ټلویزیون د ایتلاف ځواکونو له قوله ویلي چې صعده ښار د حوثي یاغیانو د فعالیتونو یو مضبوط مرکز دی.
د سعودي عرب الوتکو د جمعې پر ورځ د پمپلټو په غورځولو سره د هغه ښار اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې دا ښار پریږدي.
په همدې حال کې د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د حوثي یاغیانو د هو کړې په صورت کې به د مې د میاشتي له دولسمې نیټې څخه یو پنځهورځنۍ اوربند پیل شي ترڅو په یمن کې ملکي خلکو ته بشري مرستي ورسول شي.