د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان پولیس له یوه کوړه ۶ یمني وګړي خوشې کړي


د بلوچستان ګوادر پولیس وايي، له یوه کوره یې شپږ یمني وګړي په داسې حال کې خوشې کړي چې په زنځیرونو تړل شوي ول او پر بدن یې د تشدد نښې وې.

د سیمې پولیسو یوه مشر امام بخش بېګا مشال راډيو ته وویل، دا کسان یې تېره ورځ په نوې ابادۍ کې هغه مهال خوشې کړل چې دوی د حاجي لقمان په نوم د یوه کس د نیولو لپاره پر یوه کور چاپه ووهله.

ده وویل، له یمنیو وګړو یې پلټنې پیل کړې دي چې کله او څنګه ګوادر ته ورغلي ول او څومره موده یې د حاجي لقمان په بند کې تېره کړې ده.

امام بخش زیاته کړه چې لقمان د نشه يي موادو قاچاقبر دی او له مودې راهیسې یې پولیس په لټه کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG