د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان حکومت به نور د خپل کور شیان اخلي"


د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، تر دې وروسته به دولت هغه شیان ډېر اخلي چې د هېواد دننه تولیدیږي.

د ارګ په خپرې کړې اعلامیې کې د ملي کارکوونکو د ټولنې له غړیو سره د لیدو پرمهال ولسمشر وویل، د هېواد ټول وزارتونه پردې کار کوي چې څرنګه د پروژو مدیریت افغانان په خپلو لاسونو کې واخلي او څرنګه ظرفیتونه رامنځته شي.

د افغانستان ولسمشرپه دې باوردی چې افغان کارګران باید د بازارله غوښتنې سره سم وروزل شي.

د اشرف غني په وینا تربل هرڅه د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ډېرکارونه پیدا کیدای شي.

په دې کتنه کې د ملي کارکوونکو د ټولنې مشر وویل چې د کارقانون د خلکو ستونزې نه شي هوارولی، باید بیا کتنه ورته وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG