د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پر افتاب شېر پاو شوی ځانمرګی برید وغانده


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د دوشنبې پر ماښام په خپله غونډه کې د قومي وطن پارټۍ په مشر افتاب احمد خان شېر پاو د شوې ناکامې ځانمرګې حملې غندنه وکړه اود یو قرارداد په منظورولو یې له حکومت او استخباراتي ادارې نه غوښتنه وکړه چې د دې برید پلټنه دې وکړي.

قرارداد د قومي وطن پارټۍ غړې انیسه زیب طاهرخیلي وړاندې کړ چې د اسمبلۍ غړو په ګډه منظور کړ.

په دې موقع سپیکر اسد قیصر خان صوبايي حکومت ته امر وکړ چې په پنځلسو ورځو کې دننه دې پر افتاب احمد خان شیر پاو د شوي برید د پلټنو راپور اسمبلۍ ته وړاندې کړي.

په افتاب احمد خان شیر پاو ناکامه ځانمرګی برید په داسې وخت کې ترسره شوی چې په خیبرپښتونخوا کې د بلدیاتې انتخاباتو هلې ځلې روانې دي.

د ۲۰۱۳ م کال په عمومي انتخاباتو کې هم د عوامي نیشنل پارټۍ په ګډون پر یو شمیر مترقي ګوندونو دا ډول بریدونه ترسره شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG