د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په بدخشان ولایت کې ۱۶ پولیس سرتېري وژل شوي”


افغان چارواکي وايي طالبانود شمال لویدیځ ولایت پر امنیتي پوستو په بریدونو کې د پولیسو لږ تر لږه ۱۶ افسران وژلي دي.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي پرون وویل چې دا پېښه اوړمه شپه په بدخشان ولایت کې رامنځ ته شوې ده.

د نوموړې د معلومالتو له مخې په وژلو شویو کې ۱۳ سرحدي پولیس او درې نور ولسي ساتندویان وو.

طالبانو د مې په دریمه نېټه د ترسره شوې دغې حملې پړه قبوله کړېده. د مېرمن ابراهیمي د معلوماتو پر اساس د برید نه پس د پولیسو اوه نور سرتیري ترۍ تم شوي دي.

نږدې یو میاشت وړاندې هم د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې طالبانو د پوځ شاوخوا۳۰ سرتیري وژلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG