د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د افغان چارواکو او د وسله والو استازو ترمنځ د لیدو زمینه برابره شوې


د پګواش په نوم یوې موسسې په قطر کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د لیدو زمینه برابره کړې ده.

که څه هم د سولې عالي شورا لومړی مرستیال عبدالحکیم مجاهد دا خبري د سولې رسمي خبري نه بولي، خو وایي په دې ناسته کې د افغانستان د سولې په اړه بحثونه کیږي.

تر دې وړاندي رویترز خبري آژانس د سولې شورا د بل مرستیال عطالله لودین ویلي وو چې د افغانستان د سولې عالي شورا شل کسیز پلاوی به د یکشنبه او دوشنبه پر ورځ د قطر په مرکز دوحه کې د وسله والو طالبانو له استازو سره آزادي خبري وکړي او پخپله هم په دغه غونډه کې د ګډون لپاره په ډله کې شامل وي،

بل خوا طالبانو هم د یوې اعلامېې په خپرولو سره په دې ناسته کې د خپلو اتو استازو ګډون تاییدکړی دی.

XS
SM
MD
LG