د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ولایتي شورا مخې ته چاودنې وشوې


نن د دوشنبې په ورځ سهار مهال د خوست د ولایتي شورا مخې ته دوې پره پسې چاودنې وشوې، چې په کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت د پيښو په ځای کې مشال راډيو ته وویل، چې د ولایتي شورا مخې ته وسلوالو دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي ول، چې چاودنه يې ورکړه او په کې درې پولیس او یو ملکي وګړی ټپيان شوي دي:

بل لوري ته د پيښې په ځای کې یو امنیتي کس د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل، چې په دې پيښه کې شپږ تنه ټپیان شوي، چې څلور يې پولیس او دوه تنه يې ملکي وګړي دي.

ماینونه یو د پولیسو د زغروال ګاډي لاندې او دویم د ولایتي شورا په دیوال کې ځای پر ځای شوي ول.

همدرانګه خوست ولایتي شورا رئیس امیرالله زړه سواند هم مشال راډيو سره خبرو کې د دې چاودنو غندنه وکړه او دا کار يې د هېواد، خلکو او امن د دښمنانو کار وباله.

ده وویل، دا ډول عملونه او چاودنې د ولایتي شورا د غړو روحیه نه شي کمزورې کولای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG