د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د خیبر پښتونخوا بلدیاتي ټاکنې دي د عدلیې تر څارنه لاندې وشي "


د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غوښتنه کړېده چې راتلونکې بلدیاتي ټاکنې دي د عدلې تر څارنه لاندې وشي.

دا غوښتنه د پنجشنبې په مازیګر د اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزېشن ګوندونو له خوا په یو قرارداد کې شوېده.

د اپوزېشن ګوندونه وايي ، که چېري دا ټاکنې د انتظامې تر څارنه لاندې کېږي نو دوی شک لري چې اوسنی حکومت به د انتظامې له لارې په خپله ګټه ګامونه پورته کړي.

د اسمبلۍ تر غونډه وروسته د خیبر پښتونخوا د بلدیاتو صوبايي وزیر عنایت الله په دې اړه مشال راډیو ته وویلچې دوی په دې اړه هیڅ اعتراض نه لري.

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې به بلدیاتي انتخابات د مې میاشتې پر دېرشمه نېټه تر سره کېږي.

عوامي نشنل ګوند ، جمعیت علماء اسلام (فضل الرحمان ډلې ) او پاکستان پپلز پارټۍ دې ټاکنو ته له یو بل سره اتحاد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG