د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې نن (چارشنبه) سهار د یاد ولایت د زیړوک ولسوالۍ پر یو کور د وسله والو له خوا توغول شوې، د هاوان ګولی لګیدلې، چې په کې یو ماشوم وژل شوی، یوه میرمن او دوه نور ماشومان یې ټپیان ټپیان کړي دي.

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله والو د یاد ولایت زیړوک ولسوالۍ لوري ته د هاون شپږ فیره مرمۍ توغولي، چې یوه مرمۍ د یادې ولسوالۍ په شرمي کلي کې په یو کور لګیدلې او یاده مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

په خبرپاڼه کې د پيښې په تړاو نور مالومات نه دي ورکړل شوي، خو دايې ویلي، چې په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته څه زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د برید پړه کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG