د لاسرسي ځای

تازه خبر

له یاغیانو څخه د یمن ژغورنه او د پاکستان رول


د سعودي عرب ملاتړ کونکي پاکستانیان د مظاهرې پرمهال
د سعودي عرب ملاتړ کونکي پاکستانیان د مظاهرې پرمهال

په يمن کې دا مهال کورنۍ وسله واله شخړه روانه ده.د حوثي ياغيانو او د يمن د ولسمشر عبدالربه منصور هادي په مشرۍ د حکومتي ځواکونو تر مينځ روانې دغې شخړې ته د سعودي عرب او ايران د نيابتي جګړې په سترګه کتل کيږي.

له هغې وروسته چې ياغيان تېره مياشت د يمن جنوبي ښار عدن ته د داخلېدو په حال کې وو، د سعودي عرب په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د حوثي ياغيانو پر مرکزونو هوايي بمبارۍ وکړې.

په دغه ايتلاف کې اردن، مصر، مراکش او سوډان هېوادونه شامل دي او سعودي عرب پر پاکستان فشار راوړی چې په رسمي توګه دې په دغه اتحاد کې ورسره شامل شي.

له پاکستانه په انګریزۍ ژبه خپریدونکې ډان ورځپاڼه لیکي د نړۍ ټول رياستونه د دې اصول پابند دي چې د نورو رياستونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه و نه کړي.

دا په نړيواله توګه منل شوی يو دود دی چې يادونه يې د ملګرو ملتونو په چارټر کې هم شوې ده.

په بله مانا، دا ويلی شو چې د غير معموملي حالاتو په غير موجودګۍ کې هېڅ يو رياست حق نه لري چې د يمن پر مځکنۍ بشپړتيا وار وکړي.

ليکنه کاږي، داسې ډېر کم مثالونه دي چې د يوه رياست پر ضد قوت کارېدنې ته دې د نړيوال قانون تر مخه د يوه ناقانونه وسله والې حملې په سترګه نه وي کتل شوي.

د ملګروملتونو د چارټر د ۵۱ مادې تر مخه، يو رياست يوازې هغه وخت چې داخلي امن ته يې د يوه بل رياست لخوا خطر متوجه شي، د هغه پر وړاندې د پوځي اقدام کولو اجازه لري.

دغه نړيوال قانون وايي چې يو رياست د خپل ځان دفاع بايد هم هغومره وکړي، څومره يې چې اړتيا وي.

دغه راز د انصاف د نړيوال عدالت لخوا دا خبره مخ ته راغلې چې يوازې رياست کولای شي د يوې وسله والې حملې پرېکړه او پر هغې عمل وکړي.

ورځپاڼه لیکي : د دې لپاره چې سعودي عرب حوثي ياغيان د يوه مشروع حکومت په توګه نه مني، هغه هېواد نه شي ويلای چې ګنې د ځان د دفاع په خاطر يې پر هغوی بريد کړی.

بله دا چې داسې هېڅ نښې نښانې نشته چې د حوثي ياغيانو لخوا له يمن څخه د باندې د سعودي ځواکونو د په نښه کولو خبره ترې جوته شي.

دا اوس د ملګرو ملتونو د امنيت شوری کار دی چې ووايي چې د يمن کورنۍ جګړه نړيوال امنيت ته خطر پېښوي که څنګه؟

په ليکنه کې پوښتنه شوې چې ایا پاکستان له حوثي ياغيانو څخه د يمن د دفاع په کار کې د هغه هېواد مرسته کولای شي؟

په ځواب کې ليکنه وايي، پاکستان چون له يمن سره دغه رقم کومه لوظنامه نه لري، نو ځکه د يوه دريم هېواد، يانې سعودي عرب په غوښتنه، دغې جګړې ته نه شي وردانګلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG