د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د خېبر پښتونخوا حکومت په ټاکنو کې له سرکاري وسایلو کار اخلي"


په خیبر پښتونخوا کې د ځايي ټاکنو لپاره جوړ شوي درې ګوندیز اتحاد پر حکومت تور لګولی دی چې له سرکاري وسایلو کار اخلي.

په دې اتحاد کې د شریک عوامي نشنل ګوند،پاکستان پپلز ګوند او جمعیت علماء اسلام (فضل الرحمان ډلې) مشرانو د چارشنبې په ورځ د پېښور په باچا خان مرکز کې غونډه وکړه.

د خیبر پښتونخوا د حکومت له خوا تر اوسه د دې تورونو په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې به ځايي یا بلدیاتي ټاکنې د مې میاشتې پر (یو دېرشمه) نېټه تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG