د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په کچه پخه سیمه کې چاودنه شوې چې يو کس پکې وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی.
د فاروق په نامه د صدر تاڼې یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، دغه چاودنه نن (جمعه) د نهو بجو په شاوخوا کې د کباړ په یو دوکان کې وشوه چې په نتيجه کې يې د دوکان مزدور ځای پر ځای مړ شو او يو بل کس ژوبل شو.
تر اوسه د چاودنې د لامل يا مسوليت په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.