د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د یوه قومندان په ګډون دوه وسله وال نیول شوي


د ننګرهار چارواکي وايي، په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د یوه قومندان په ګډون دوه وسله وال نیولي دي.

د بټي کوټ ولسوال محمد غالب مجاهد مشال راډيو ته وویل، د ګوډي الف په نوم د طالبانو یو قومندان چې د اتل په نوم مشهور دی نن (پنجشنبه) سهار وختي سره د یوه ساتونکي او وسلو نیول شوی دی. وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG