په جنوبي وزیرستان کې په بمي چاودنو دوه تنه وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي.د سیمې چارواکو د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته ویلي دي چې دا پیښې په شکتویي او د سره روغه په بابړو سیمو کې شوي دي. په وژل شوو او ټپیان شوو کسانو کې محسود کډوال او یو پوځي شامل دی.
چارواکي وايي،په شکتویي کې چاودنه د محسود کډوالو په هغه ګاډي شوې چې په ټانک کې د رجسټریشن وروسته خپلو سیمو ته روان وو.
پېښو پړه تر اوسه چا نه ده منلې.