د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په کابل کې د یوې ښځې سوځونه وغندله


ملګري ملتونه په کابل کې د یوې ښځې د وحشیانه وژلو او سوځولو وروستۍ پیښه په شدیدو الفاظو غندي.

د فرخنده په نامه دغه اوه ویشت کلنه ښځه د پنجشنبې په ورځ د قرآن کریم په سوځولو تورنه او د شاه دوشمشېره جومات او زیارت ته نژدې ووژل شوه.

په افغانستان کې د ښځو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو استازې، الزیرا سګینباییوا (Elzir Sagynbaeva) په خپلې اعلامیې کې وايي؛ موږ په ځانګړې توګه هغو رپوټونو اندیښمن کړي یو چې وايي؛ دغه ښځه له څو کلونو راهیسې رواني ناروغه وه.

میرمن سګینباییوا زیاتوي چې هغو مقدماتي رپوټونو چې وايي؛ په دغې پېښې کې یو شمېر تورن کسان نیول شوي موږ ته ډاډ راکړی خو په قتل کې ټول لاس لرونکي او مرستندوی کسان باید عدالت ته رکاږل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG