د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د یو باثباته او سوله ییز پاکستان ملاتړ کوو


په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن ویلي چې هیواد یې د باثباته، لوړ اقتصاد لرونکي او جمهوري پاکستان ملاتړ کوي.

رچرډ اولسن دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په کوټه کې د لنکن کارنر په نامه د یو کتابتون د پرانستې پر مهال کړې دي. رچرډ اولسن ویلي چې امریکا له پاکستان سره هر ډول مرستې کول غواړي.

رچرډ اولسن کوټې ته د خپل یو ورځني سفر پر مهال له لوړپړو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي.

XS
SM
MD
LG