د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د اېبولا ناروغۍ له کبله د وژل شویو شمېره تر ۱۰ زره واوښته


د روغتیا نړیوالې ادارې اعلان کړی دی چې د اېبولا ناروغۍ وبا له کبله تر ۱۰ زره څخه د زیاتو کسانو مرګ تصدیق شوی دی.

د پنجشنبې پر ورځ د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو اېچ او وویل، څه د پاسه یو کال اګاهو د اېبولا ناروغۍ وبا له پیل راهیسې یوازې د غربي افریقا په هېوادونو سېرا لیون، ګېني او لایبېریا کې ۱۰۰۰۴ کسان وژل شوي دي.

په مالي کې د ناروغۍ له کبله شپږ، په امریکا کې یو او په ناېجېریا کې اته کسان مړه شوي دي. ډبلیو اېچ او دا هم ویلي چې غربي افریقا اوس د شري ناروغۍ له څپې سره مخامخ ده ځکه چې روغتونونه د واکسینونو په عمل کې نه دي بریالي شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG