د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تکریت کې عراقي ځواکونو پرمختګ کړی


راپورونه وايي عراقي ځواکونو د تکریت ښه شمالي څنډو کې یو ښار ګوټي د سختدریځې اسلامي دولت وسله والې ډلې څخه بیرته نیولی دی.

پوځي کوماندانان او ځايي ښاروال وايي د ( ال. علم ) ښار ګوټي پرون د سېشنبې پر ورځ د امنیتي ځواکونو په خاصه توګه شییعه ملیشو لخوا ازاد کړای شو.

د دوی په اند له دې سره له وسله والو د تکریت صوبې د بیرته نیولو لپاره بریدونو ته لاره هواره شوه.

په شمالي عراق کې د کرکوک صوبې امنیتي شورا وايي کردي ځواکونو سل مربع کیلومیټره ساحه له داعیش وسله والو څخه بیرته نیولې، او د هغوی یو سل وسله وال یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG