د لاسرسي ځای

تازه خبر

کردي ځواکونو د عراق کرکوک کې د اسلامي دولت ډله پر شا وتمبوله


د راپورونو ترمخه کردي ځواکونو د عراق په شمالي برخه کې له کرکوک ښار څخه د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش وسله وال پر شا تمبولي دي.

د سیمه ایز امنیتي کونسل له اړخه پرون د دوشنبې پر ورځ خپور شوی يو بيان وايي چې کرد پېشمرګه ځواکونو له یادې وسله والې ډلې څخه څه باندې ۱۰۰ مربع کلومیټره سیمه بېرته تر لاسه کړې چې پکې تر سلو پورې وسله وال هم وژل شوي دي.

د دې بیان ترمخه پیشمرګه ځواکونو داسې یو څلور لاری هم په ولکه کې اخیستی چې د کرکوک او موصل ترمنځ مهم سټراټیجیکي ارزښت لري.

موصل تر ټولو لوی ښار دی چې دا مهال د اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې په قبضه کې دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG