د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په فراه ولایت کې افغان ځواکونو د وسله والو حمله پر شا تمبولې”


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې یې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو مخالفینو حمله پر شا تمبولې ده.

دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله والو مخالفینو تیر ماښام په بالابلوک کې د ملي اردو پر یوې پوستې له څو لورو حمله وکړه چې سیمې ته د اضافي عسکرو په لېږل کېدو حمله شنډه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې حمله کې ۲۰ مخالفین او پنځه د ملي اردو سرتیري وژل شوي او ۱۲ وسله وال مخالفین ټپیان شوي دي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG