د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د هالېنډ شاهي حکومت ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۷م کاله پوري به هر کال له افغانستان سره د ۶۰ مليونه يورو مرسته کوي.
دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د هالېنډ د بهرنیو چارو او دفاع له وزیرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وکړي.
(( د هالېنډ شاهي هيواد په تیرو ۱۴ کلونو کې په بېلابیلو برخو کې له افغان دولت سره تر یوه ملیارډ یورو زياتې مرستې کړي دي او همدارنګه دا هیواد ژمنه کړې چې تر دریو کلونو پوري به هر کال ۶۰ ملیونه یورو مرسته کوي.))
په عین حال کې د هالنډ د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو هم په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به خپلو اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکړي.