د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوى د کډوالو ستونزو څېړلو لپاره اسلام اباد ته تللی



په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت څېړلو لپاره يو جګپوړى افغان پلاوى ددې هېواد پايتخت اسلام اباد ته تللى، څو له پاکستانيو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان UNHCR له چارواکيو سره په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

په دغه پلاوي کې، چې مشري يې د افغانستان کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي کوي، د ولسي جرګې ځينې غړي هم شامل دي.

دغه پلاوى به پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د پاکستان د مرکزي حکومت او همداراز د خيبر پښتونخوا له ايالتي چارواکيو سره په دغو سيمو کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.

په پاکستان، په ځانګړې توګه په پېښور کې افغان کډوال تر هغې وروسته د پوليسو او نورو امنيتي ادارو له سخت فشار لاندې راغلي، چې پاکستاني طالبانو د تېر ميلادي کال د دسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې د زده کوونکيو په ګډون ١٤٤ کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG