د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتم د مارچ او د نړۍ مېرمنې


د کزاکستان په الماتا ښار کې د مېرمنو په نړیواله ورځ ګلونه پلورل او پیرودل کیږي
د کزاکستان په الماتا ښار کې د مېرمنو په نړیواله ورځ ګلونه پلورل او پیرودل کیږي

فرشته جلالزۍ

د ملګرو ملتو سازمان د مارچ اتمه سږکال د [د ښځو پرمختګ د بشریت پرمختګ دی] په نوم لمانځي.

د دې سازمان خبرپاڼه وايي:په افغانستان کې د مارچ اتمه په دې هیله لمانځو چې په دوه زره پينځلسم کال کې به د افغانو ښځو بریاوې او ستونزو او د ښځو اونارینه وو ترمنځ مساوي حقونو ته به پام کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي،افغانستان اوس د هغو هیوادو په کتار کې ولاړ دی چې غواړي ښځوته د پرمختګ زمینه برابره کړي تر څو زیاتې ښځې د خپل حق غوښتلو توان او د ټولنېز ژوند په هره برخه کې د فعالیت قابلیت پیدا کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر [یوناما] غږ کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره شوي پرمختګونو باید وساتل شي.

یوناما ژمنه کوي چې د دې لپاره به په افغانستان کې له مدني ټولنې، د بشري حقونو د مدافع ادارو له فعالانو او افغان حکومت سره مرستې جاري وساتي.

د یوناما په اعلامیه کې د افغانستان اساسي قانون ته اشاره شوې چې ښځې او نارینه ته مساوي حق ورکوي اود دې ادارې مشر ویلي: د افغانستان نوي ادارې ژمنه کړې چې په قانوني چارو او پالیسیو کې به ضروري اصلاحات راولي څو هغه پرمختګونه چې په ډيره سختۍ د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره شوي، له لاسه ولاړ نه شي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ یو سل او نهه اتیا هیوادو تقریبا شل کاله مخکې په پیکنګ کې د داسې یوه جامع پلان د عملي کولو تړون وکړ چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره د نړۍ په کچه قوانین رامنځ ته او د قوانینو د عملي کیدو څارنه به کوي.

یوناما وايي، یو ځانګړی کمیسون به د دوشنبې له ورځې د حمل د میاشتې تر پيله ، په دې اړه څيړنې وکړي چې افغانستان تر کومه حده دا تړون عملي کړی دی.

یوناما وايي، دوه زره څوارلسم میلادي کال د افغانو ښځو لپاره له ستختیو او بریاوو ډک وو.

په افغانستان کې تېرکال یو لوی پرمختګ د ولسمشرۍ انتخابات وو چې د کاندیدانو په کچه ، ښځو ځاينه په کې درلود. خو د رایې ورکونکو لويه برخه ښځې وې.

په نیلي او سپینو چادريو کې د افغانو رایې ورنکونکو عسکونه تقریبا په ټوله نړۍ کې خپاره شول او د ډيموکراسۍ لپاره مبارزې ته د افغانو ښځو د تعهد د یو سمبولیک حرکت په ستره ورته وکتل شول.

دا چې د افغانستان نوي ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه وکړه چې د سترې محکمې په قضايي هیات کې به یوه ښځه شاملوي او په نوي کابینه کې یې د څلوروښځو نومونه اعلان کړل، یو بل پرمختګ وو.

د ولسمشر مېرمنې له مطبوعاتو سره خبرې وکړې، د افغانوښځو د حقونو د پراختیا لپاره یې د کار ژمنه وکړه او د افغانو ښځو د اسلامي حقونو پر تامین یې ټینګار وکړ.دا هم یو بل پرمختګ و.

رولا غني مشال راډيو ته په دې اړه چې د افغانو ښځو وضعیت ته څرنګه ګوري، وویل:زه فکر کوم چې د ښځو د حقونو په اړه ډير کار شوی. موږ ښه قوانین لرو خو اوس مسئله د دې قوانینو عملي کول دي.

په افغانستان کې د قانون د حاکمیت کمزورتیا د ښځو لپاره یو عمده ستونزه پاتې شوې ده. تیرکال پر زیاتو افغانو ښځو او نجونو وسله والې حملې او جنسي تجاوزونه وشول ، د کورني تشدد قربانیانې شوې او ووژل شوې.

د افغانو ښځو دا قربانۍ د نړیوالو له سترو پټې نه دې پاتې شوې او د امریکا د بهرنیوچارو وزارت سږکال ، یو وار بیا د زړه ورو ښځو کلنۍ جایزه، افغانې پيلوټې نیلوفر رحماني ته ورکړه.

نیلوفر رحماني په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته زده کړې کړې او د خپلو هیلو د ترسره کولو لپاره یې هغه ټولې ستونزې ګاللې چې د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت د مرستیالې په ونیا ، په افغاني ټولنه کې پر ښځو تحمیل شوې دي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیالې هیدر هیګین بوتوم [Heather Higginbottom] د جمعې په ماښام نیلوفر رحماني ته د جایزې ورکولو په وخت وویل:

((نیلوفر داسې ځوانه ښځه ده چې د مرګ ګواښونه ورته شوي او حتی مجبوره شوې چې له یوه ځایه بل ځاي ته کډه شي او ځان پټ کړي،خو نیلوفر خپل تعهد نه دی مات کړی او نه ډاریږي. دا نورې نجونې هم هڅوي چې د دې پر ګام پل کېږدي او د خپلو خوبونو د ريښتیا کولو لپاره هڅې وکړي.))

د ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه یو نړیوال پرمختګ په پاکستان کې د نجونو د تعلیم د حق ځوانې مدافع، ملالې یوسفزۍ ته د نوبل د سولې جایزې ورکول وو.

ملالې د ناروې په مرکز اسلو کې ، د نوبل د سولې په انستیتیوت کې وویل: تعلیم د ښځو اسلامي حق دي.په اسلام کې د ښځو له تعلیم سره هیڅ مخالفت نشته ، په اسلام کې د هرې ښځې او نارینه مسولیت دی چې زده کړې وکړي خو ځينې ډلې د خپلو شخصي ګټو په خاطر اسلام له نوم ناوړه کار اخلي او پر ښځو د تعلیم ممانعت وضع کوي.

تېرکال د نړۍ په ډيرو هیوادو کې ښځو د وسله والو ، اسلامپالو افراطي ډلو د تشدد تر فشار لاندې تېر کړ .

د بیلګې په ډول، په عراق کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې [داعش] لخوا پر یزیدي ښځو او ځوانو نجونو جنسي تجاوزونو، د ښځو خرڅيدو او برمته کیدو په نړۍ کې ویره خوره کړه.

په عراق کې د یزیدیانو استازې ویان دخیل،مشال راډيو ته وویل: داعش زرهاوو ښځې او ځوانې نجونې تښتولې چې خرڅې یې کړي، تجازونه ورباندې وکړي. هغوي هره نجلۍ له سلو تر یونیم سل ډالره پلوري.

په نایجریا کې د بوکو حرام وسله والې ، اسلامپالې ډلې د یوه ښوونځي سل ګونو زده کونکې نجونه وتښتولې چې زموږ په عصر کې د ښځود حقونو په وړاندې د تشدد یو بل څرګند مثال دی.

تېرکال د ژورنالیستو ښځو او لیکوالو لپاره هم له لوړو ژورو ډک وو .د اذربایجانۍ خبریالې خدیجې اسمعیلووا نیول کېدو په نړۍ کې د بشري حقونو مدافع سازمانونه په قهر کړل.

اسماعیلووا له باکو د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته رپوټونه جوړول او په څیړنیزو رپوټونو کې یې د اذربایجان د یو شمیر لوړ رتبه حکومتي چارواکو او هلته د بې ساري اداري فساد ترمنځ اړیکې څیړلې.

نوموړې تیرکال د اروپايي شورا په غونډه کې وویل: د بشري حقونو لپاره او د هغو کسانو لپاره چې خپل غږ نه شي پورته کولای، مبارزه جاري ساتي او حتی که د دې لپاره ونیول شي، پروا نه کوي، ارزښت یې لري.خدیجه اسمعیلووا لا هم د محاکمې په انتظار ، په زندان کې پرته ده.

بنګله دیشۍ خبریاله نادیه شرمین په هغو لسو ښځو کې شامله ده چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ورته د زړه ورو ښځو کلنۍ جایزه ورکړه .

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیالې دې ته د جایزې ورکولو په وخت وویل، زه فخر کوم چې د شرمین په څير یوې زړه ورې ښځې ته داسې درناوی کوو.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیالې وویل: له نادیه شرمین سره په ۲۰۱۳ [میلادي] کال کېد کار په وخت زور زیاتی وشو خو دا بیا هم په شا نه شوه.

نادیه شرمین خپله دا جایزه د نړۍ ټولو ښځو ته اهدا کړه او ویې ویل : هغو ټولو ښځو ته چېاوس زما غږ اوري، وایم چې دا جایزه زما نه ده . دا ستاسې ټولو ده. زه له تاسې هیله کوم چې د خپلو خوبونو د ريښتیا کولو لپاره ، خپلې هڅې جاري وساتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG