د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل شریف : د شمالي وزیرستان کډوال روانه میاشت کې خپلو مېنو ته ستنیږي


له شمالي وزیرستانه بنو ته کډه شوي قبایل
له شمالي وزیرستانه بنو ته کډه شوي قبایل

د پاکستان سر لښکر جنرال راحيل شريف وايي، د قبايلي سيمو نه بې کوره کړل شوي خلک به په روانه میاشت کې خپلو سیمو ته بیرته ستانه شي.

نوموړي دا څرګندونې پرون د پيښور په پوځي هيډکوارټر کې د خيبر او شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو په اړه د بريفينګ پر وخت وکړې.

راحیل شریف زیاته کړه چې د وسله والو پر ضد به عملیات تر هغې جاري ساتي تر کومې یې چې سیمه د وسله والو څخه په بشپړه توګه پاکه کړې نه وي.

نوموړي وویل ، چې د پاکستان د پرمختګ یوازینۍ لاره د ترهګرۍ ختمول دي.

د پاکستان پوځ تیرکال په جون کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد عملیات پیل کړي وو ، او د دغو عملیاتو له کبله له یادې قبایلي سیمې نه د یو میلیون په شاوخوا کې خلک بې کوره شوي وو. د شمالي وزیرستان څخه اکثره بې کوره شوي خلک په بنو او ورڅیرمه سیمو کې ژوند کوي. دغه کډوال له حکومت څخه په بار بار غوښتنه کوي چې خپلو مېنو ته د ستنیدو لارې دې ورته برابرې کړي.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ د خیبر ایجنسۍ نه هم زرګونه کورنۍ جنګونو کډه کولو ته اړ کړي. د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب او په خیبر ایجنسۍ کې د خیبر ون په نامه عملیات پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG