د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا د افغان حکومت او وسله والو مخالیفینو د خبرو ملاتړ کوي'


په کابل کې د امریکا سفیر پي مایکل مککینلي ویلي چې واشنګټن د افغان حکومت او وسله والو مخالیفینو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د تېرو دیارلسو کلونو لاس ته راړونې به د سولې قرباني نه کړي.

پي مایکل مککینلي د اتوار په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل امریکا به هېڅکله هم له افغانستان ونوځي او په دې برخه کې شته اندېښنې بې ځایه دي.

ښاغلي مککینلي زیاته کړې چې امریکا به د افغانستان په بیارغونه او د امنیت په راوستلو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانستان به یوازې پرېنږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG