د کابل امنیتي چارواکي وايي نن «سېشنبه» په دغه ښار کې د یو موټربم چاودنې او ځانمرګي برید مخه نیولې ده.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي مشال راډیو ته ويلي، ځانمرګي حمله کوونکو غوښتل له باروتو ډک هینو ټرک کابل ښار ته دننه کړي، چې د کابل - بګرام په سړک د «دېسبز» په سیمه کې هدف ته له رسېدو مخکې پولیسو وداروه او چاودنه یې وکړه.
رحیمي وویل، چې په دې چاودنه کې یو تن ټپی شوی، خو زیاتوي چې د چاودنې په سیمه کې د انسانانو د وجود ټوټې لیدل شوي، چې په غالب ګومان د حمله کوونکو به وي.
ښاغلي رحیمي وویل، پلټڼې روانې دي چې دا حمله چا پلان کړې وه او هدف يې د کابل ښار کومه برخه وه.
څه موده وړاندې د کابل په قصبه سیمه کې هم ورته موټر بم چاودنه وشوه.
تراوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی