د لاسرسي ځای

تازه خبر

" زموږ جنګ د اسلام نه ، د ترهګرو پرضد دی "


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وینا پرمهال
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د وینا پرمهال

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي د امريکا جګړه له اسلام سره نه بلکې له هغو خلکو سره ده چې مذهب يې مروړلی دی.

پرون په سپينه ماڼۍ کې د زور زياتي او سختدريځۍ د مخنيوي په اړه جوړې شوي سرمشريزې ته د وينا پر مهال اوباما وويل:

(( موږ له اسلام سره په جنګ نه يو بلکې له هغو کسانو سره مو جنګ دی چې اسلام يې بدل کړی دی. موږ بايد ترهګرو ته د مذهب مشروعيت ورنکړو چې دوی يې غوښتنه کوي. د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشران مذهبي مشران نه بلکې ترهګر دي.))

نوموړي زیاته کړه چې په نړۍ کې هيڅ یو مذهب د ترهګرۍ ذمه وار نه دی، بلکې خلک د تشدد او ترهګرۍ ذمه وار وي.

اوباما زياته کړه چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشران مذهبي مشران نه بلکې ترهګر دي.

نوموړي په خپله ټوله وينا کې اسلامي دولت له اسلامه بېل بيان کړی.امريکايي ولسمشر اسلامي دولت وسه واله ډله د ټولې نړۍ لپاره يو ګواښ وبلله او زياته يې کړه چې دا سختدريځه ډله او همدا ډول القاعده د مشروعيت لپاره ناهيلې کوونکي دي.

نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې دا هم وویل چې پر بې ګنا کسانو تشدد د اسلام او مسلمانانو دفاع نه کوي بلکې اسلام او مسلمانانو ته زيان رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG