د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ناقانونه ډلې دوه غړي په دار شول


د پاکستان سیند صوبې د کراچۍ ښار په مرکزي زندان کې نن سهار «سېشنبه» دوه نور کسان په دار وځړول شول.

له کراچۍ د مشال راډیو خبریال وايي، چې په دار ځړول شوي کسان د ناقانونه ډلې دوه غړي عطا الله او محمد اعظم نومېږي او پر دواړو تور و چې په دوه زره یوم کال «۲۰۰۱« کې یې په سولجر بازار سیمه کې یو شییعه ډاکټر علي رضا وژلی و. یادو دواړو کسانو ته په ۲۰۰۴ کال کې د مرګ سزا اورول شوې وه، خو دا سزا نن عملي شوه.

د ۲۰۱۴ م کال د ډیسېمبر پر ۱۶ مه د پېښور په یو سکول د وسله والو طالبانو له خونړي بریده پس ترهګرو ته په پوځي عدالتونو کې د مرګ سزا ورکولو لپاره د پاکستان په ایین کې ۲۱م بدلون وشو چې له مخې یېمجرمانو ته په دار د ځړولو سزا ګانې زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG