د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردن د پیلوټ په بدل کې د القاعده ځانمرګې خوشې کولو ته چمتو


اردن خپله هغه غوښتنه یوځل بیا تکرار کړې چې غواړي د القاعده شبکې یوه بندي مېرمن له هغه اردني پيلوټ سره تبادله کړي چې د اسلامي دولت ډلې له خوا بندي شوی دی.

دا غوښتنه له هغه وروسته وشوه چې اسلامي دولت ډلې د یو جاپاني یرغمل د سرغوڅولو ویډیو خپره کړه.

د حکومت ویاند محمد الموماني پرون یکشنبه وویل اردن اوس هم چمتو دی چې د پیلوټ معاذ الکساسبه په بدل کې ساجده الرشاوي له بنده خوشې کړي. کساسبه د ۲۰۱۴م کال په ډیسېمبر میاشت کې له هغه پس ونیول شو چې جېټ الوتکه یې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمه کې نسکوره شوه.

اسلامي دولت ډلې ساجده الرشاوي چې د اردن په یوه هوټل کې د ۲۰۰۵ کال په بمي حملو کې په لاسلرلو تورنه ده د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG