د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کابل هوایي ډګر د پېښې څېړنې پیل کړي


د امريکا دفاع وزارت وايي، هغه وسله وال کس چې د کابل په هوايي ډګر کې يې درې امريکايي قرارداديان ووژل؛ د ملي اردو درېشي په تن کړې وه او په ځوابي ډزو وژل شوى دى.

دفاع وزارت وياند جان کربي د جمعې پر ورځ وويل؛ د شوې حملې په اړه چې په نتيجه کې يې د الوتکې درې ملکي مستريان ووژل شول څېړنې پيل شوې دي.

طالبانو د هغې حملې پړه منلى او ويلي يې دي؛ بريد کوونکى د دوى ملګرى و چې د پوليسو درېشي يې په تن کړې وه.

کربي وويل، امريکا ته دا ملومات نه شته چې په دې حمله کې د طالبانو رول- تاييد يا هم رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG