د لاسرسي ځای

تازه خبر

کالاشیان د سېنېټ استازیتوب غواړي


په پاکستان کې د کالاش ټولنې غړو د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتنه کړې چې دوی ته دې په سېنېټ کې استازیتوب ورکړي.

دا غوښتنه د کالاش لږکېو استازو تېره ورځ د پېښور خبریالانو په مرکز کې د خبري غونډې پر مهال وکړه. له دې کسانو سره د چترال اوسېدونکي هم ول او هغوی هم د دوی د غوښتنې ملاتړ وکړ. د کالاش سیمې اوسېدونکو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دوی ته د نمایندګۍ ورکولو ژمنه کړې وه، نو د دوی د ټولنې یوه کس ته دې د لږکېو لپاره د سېنېټ یوه څوکۍ ورکړي. د تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا اتحادي حکومت د دوی د غوښتنې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د کالاشیانو یوه استازي وزیر زاده له خبري کنفرانش وروسته مشال راډیو ته وویل:

«عیسایان، سیکان او هندو لږکېو ته په پارلیمان کې غړیتوب ورکړل شوی دی او هر یو سیاسي ګوند هغوی ته څه نا څه غړیتوب ورکړی دی، اوس هم په صوبايي اسمبلۍ کې دوه تنه د عیسايي اقلیت دی او یو تن د سیک اقلیت دی، او په قامي اسمبلۍ کې هندو اقلیت ته هم غړیتوب ورکړل شوی دی. نو موږوایو چې موږ ته دې هم په سېنېټکې غړیتوب میلاو شي، دا یواځی د کالاش لپاره نه بلکې د ټول پاکستان لپاره ضروري ده، ځکه چې د دې غړیتوب له وجې به د کالاشیانو ځانګړی کلتور خوندي پاته شي. د ملګرو ملتونو د کلتور ادارې یونیسکو موږ ته یو ځانګړی حثیت راکړی دی. او د دې ځانکړی کلتور خوندي پاته کېدل تر هغو امکان نه لري چې د خوندي پاته کېدو لپاره یې یوه پالیسي جوړه نشي او پالیسي به تر هغو څنګه جوړیږې چې دوی په پارلیمان کې غړیتوب و نه لري»

په دی خبری کانفرنس کې د چترال د مسلمانانو ځېنو استازو هم د کالاش اقلیت د دې غوښتنې ملاتړ وکړو. د چترال یو پخوانی تحصیل ناظم سرتاج احمد مشال راډیو ته وویل:

«د کالاشیانو ټوله سرشمېرنه څه شاوخوا څلور زره ده او چې په چترال کې شتون لري، او هر کال د ټول پاکستان او د نړۍ له نورو هېوادونو خلک د دې ځانګړي کلتور لیدو لپاره چترال ته ځي، بهرني او کورني سیلانیان یې ځانګړی کلتور او مذهب له نژدې ویني او په دوی باندی کتابونه هم لیکل شوي دي، خو د پاکستان له جوړیدو بیا تر اوسه دوی ته خپل حقونه نه دې میلاو شوي. اوس موږ ټول غواړو او ټول چترالیان راپاڅېدلي دي چې موږ خپلو دې وروڼو ته حقونه وګټو، لکه څه رنګ چې د پښتونخوا نوم وګټل شو نو موږ غواړو چې د کالاش د کلتور نوم هم موږ وګټو، او د چترال لس لکه ټول ولس به د دې غوښتې ملاتړ کوي»

د دوی وینا وه چې تر ټولټاکنو وړاندې په چترال کې په یوه غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د کالاش اقلیت سره ژمنه کړې وه چې هغوی ته به په سېنېټکې غړیتوب ورکوي او دا مهال تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا صوبې د سېنېټ په ټاکنو کې د برخې اخیستلو اعلان کړی دی او پکار ده اوس عمران خان خپله کړې ژمنه پوره کړي.

XS
SM
MD
LG