د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید شپږ وسله وال وژلي


د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې ډرون برید لږ تر لږه شپږ مشکوک وسله وال وژلي دي.

ځايي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته وېلي دغه ډرون برید پرون (چارشنبه) ناوخته د شوال تحصیل کنډ منډۍ په کلي کې ترسره شوی دی.دوی ویلي، الوتکې پر یو ګاډي دوه ټوغندي وتوغول.

د استخباراتي ادارو چارواکي وايي، په دې برید کې د ځايي وسله والو ترڅنګ ازبک وسله وال هم وژل شوي دي. خو په ازادانه ډول د وژل شوېو وسله والو د پېژندګلوۍ پخلی نشي کېدای.

سږکال په قبایلي سیمو کې دا څلورم ډرون برید دې چې درې یې په شمالي وزیرستان او یو په جنوبي وزیرستان کې شوی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG